په کوېټ کې د نړۍ ترټولو لنډ واده

په کوېټ کې د نړۍ د ترټولو لنډ واده ریکارډ ثبت شو، پدې هېواد کې يوې جوړې د واده څخه صرف دری دقیقې وروسته د یو بل څخه طلاق واخیست او جدا شول.

د کوېټې رسنیو په وينا د ناوې او زوم تر منځ جنجال هغه مهال رامنځته شو کله چې د نکاح د سالون څخه راووتل او زوم ناوې ته وویل چې احمقې.

ددې خبرې وروسته ناوې سم دلاسه مخ په محکمه کړ او د فوري طلاق درخواست یې ورکړ، محکمې هم پرته له ځنډه فورا دوی طلاق اعلان کړل.

د ناوې له لوري ویل شوي چې احترام او درناوی ورته هرڅه دی او که خاوند یې ان په داسې ورځ کې درناوئ نکوي نو ګډ ژوند نوره مانا نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *