د کوروالي په مهال د زیاتو چیغو له کبله زنداني شوه

په لندن کې یوه ښځه وروسته هغه د پوليسو له لوري ونیول شوه چې د ګاونډیانو يې د کوروالي په مهال د لوړ آواز څخه شکایت وکړ.

دا مېرمن چې 25 کاله عمر لري پوليسو دوه اونۍ د سزا په توګه زنداني کړه، ګاونډيان يې وايي د کوروالي په مهال داسې چيغې وهي چې موږ ټول یې اورو.

ددوی کور ته نېږدې یو دوکاندار هم پوليسو ته شکايت کړی و، هغه ويلي چې ددې د کوروالي د چیغو له لاسه اوس خلک دده دوکان ته نه ورځي.

په انګلستان کې د کوروالي په مهال دومره چيغې وهل چې ګاونډیان په عذاب کړي اجازه نلري. بايد په داسې شکل وشي چې غږ بهر ته ولاړ نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *