د یو ځوان سړي هغه رومانتيک شپه چې له خپلې ملګرې سره یې تېره کوله، ناڅاپه په یو کابوس بدله شوه. هغه سړي چې له خپلې ملګرې سره د جنسي اړیکې پر مهال خپل تناسلي غړی ټپي کړی و، دوه میاشتې له کټ څخه نه شو راپاڅېدلی.
په آیرلنډ کې د پېښې له مخې، یو ځوان چې الن پارک نومېږي، د خپلې ملګرې سره د اړیکې پر مهال خپل تناسلي غړی “مات” کړ. هغه وویل چې په خپل ژوند کې یې هېڅکله دومره سخت درد نه و احساس کړی، او زیاته یې کړه چې هر ځای په وینو لړلی و او ژر یې ځان روغتون ته ورساوه.
الن وویل چې دوی په عادي ډول اړیکه لرله، او دا چې ملګرې یې کلاریسا په پورته حالت کې وه، ناڅاپه یې د “چټ!” غږ واورېد او سمدستي یې نه زغمل کېدونکی درد احساس کړ. د درد له امله یې چیغې وهلې او ټوپونه یې وهل، خو ملګرې یې هغه ارام کړ.
هغه وویل چې کله روغتون ته ورسېد، نورو ناروغانو پرې ملنډې وهلې، چې له دې امله ډېر غصه شو او د امنیت ساتونکي اړ شول چې تل ورسره پاتې شي.
الن پارک وویل چې په لومړیو دوو میاشتو کې له کټه نه شو راپاڅېدلی او اووه ځله داسې وشول چې په وینو لړلی شو او امبولانس یې راوغوښت.
هغه زیاته کړه چې د پېښې له درې میاشتو وروسته یې ژوند تقریباً عادي حالت ته ستون شوی، خو تر ټولو شرموونکی وخت یې هغه و کله چې نرسانو یې پانسمان کاوه او بنداژونه یې بدلول.