په امریکا کې يوه نارينه د شديد کوروالي وروسته د ژور انزال پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پېښې شاهدان وايي، هغه د اوږدې مودې لپاره ډېر شديد جنسي فعاليت کاوه، چې په پایله کې يې د بدن پر عصبي سيستم ډېر فشار راغلی و.
ډاکترانو څرګنده کړې چې د نارينه د اعصابو رګونه په دې پېښه کې شکېدلي ول. د دوی په وينا، د عصبي رګونو د شګېدو له امله د زړه او مغزو د وینې جريان اغېزمن شوی و، چې په نهايت کې د ژوند د له لاسه ورکولو لامل شوی دی.
دا پېښه د صحت متخصصانو لپاره يو جدي خبردارۍ پيغام دی. دوی ټينګار کوي چې د جنسي فعاليت پر مهال بايد د بدن د حدونو پام وشي او د شديد فشار مخنيوی وشي، ځکه چې ډېر جنسي فعاليت کېدای شي د اعصابو، زړه او نورو داخلي ارګانونو لپاره خطرناک ثابت شي.
کارپوهان دا هم وايي چې خلک بايد د جنسي روغتيا په اړه معلومات ترلاسه کړي او د اوږدمهاله او شديد فعاليت پر مهال د ارامۍ او مراقبت لارې چارې عملي کړي. د ډاکترانو مشوره دا ده چې د بدن علایم او نښې بايد جدي ونيول شي او د ضرورت په صورت کې سمدستي طبي مرسته وغوښتل شي.