په امریکا کې یوه ۱۳ کلن ماشوم خپله ښوونکې حامله کړې ده، پېښه په نیوجرسي ايالت کې شوې چېرته چې دغه ښوونکې په دې جرم نیول شوې چې د کم عمره هلک سره يې کوروالی کړی دی او ان اوس ددې کوروالي په پايله کې حامله شوې هم ده.
ددې ښوونکې په هکله په محکمه کې دوسیه پرانیستل شوې او د جنسي تجاوز تور ورباندې پورې شوی دی، جالبه داده چې د محکمې په لومړۍ جلسه کې دغه هلک هم راغلی و او قاضي ته یې ویل چې د خپلې ښوونکې سره ده کوروالی کړی دی.
دغه هلک ټینګار کاوه چې ده پخپله رضا پخپله اراده باندې ښوونکې تحریک کړه چې ورسره کوروالی وکړي. وايي د ښوونکې هېڅ ګناه نه وه هرڅه ما پخپله کړي دي ښوونکې ته مې سزا مه ورکوئ.
که څه هم تر اوسه ددې ښوونکې په هکله محکمې خپله پریکړه نه ده اعلان شوې خو د هلک دليل او شاهدي نده منلې شوې ځکه چې دده عمر کم دی او د قانون په اساس په هېڅ صورت کې به د کم عمره هلک يا نجلۍ سره کوروالی که په بشپړه رضا هم وي مشروع نه ګڼل کېږي.