پاکستان د ليکلي امنیتي ضمانت په بدل کې د افغان لوري دوه غوښتنې ومنلې

پاکستاني چارواکو ويلي، که د افغانستان له لوري د امنيتي همکارۍ او ليکلي ضمانت په اړه رسمي هوکړه وشي، نو اسلام‌اباد چمتو دی چې د افغانستان پر وړاندې خپلې ځنډېدلې سوداګریزې لارې بېرته پرانيزي او د افغانانو د ویزو ستونزو د حل لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او تګ راتګ له اوږدې مودې راهيسې له ستونزو سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان له افغان لوري غوښتنه کړې چې د سرحدي امنيت، وسلوالو ډلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ په برخه کې ليکلی ضمانت وړاندې کړي. پاکستان باور لري چې د داسې ضمانت له ترلاسه کولو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ باور زيات شي او اقتصادي اړيکې به عادي حالت ته وګرځي.

بل لور ته، افغان سوداګر او عام خلک د دې پرېکړې هرکلی کوي، ځکه د لارو تړل کېدو د سوداګرۍ پر بازارونو، وارداتو او صادراتو ژور اغېز کړی دی. د تورخم او سپين بولدک په ګډون مهمو لارو کې محدوديتونو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته مالي زيانونه اړولي او د خوراکي او نورو توکو بيې يې هم لوړې کړې دي.

د ویزو ستونزه هم د افغانانو لپاره يوه لويه اندېښنه بلل کېږي. زرګونه افغانان د درملنې، زده کړو، سوداګرۍ او کورنيو ليدنو لپاره پاکستان ته سفر کوي، خو په وروستيو مياشتو کې د ویزو ترلاسه کول سخت شوي وو. اوس پاکستان وايي چې د امنيتي تفاهم په صورت کې به د ویزو پروسه اسانه او چټکه شي.

کارپوهان باور لري چې که دواړه هېوادونه د خبرو او تفاهم له لارې ستونزې حل کړي، نو دا به نه يوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ښې کړي، بلکې د سيمې پر سوداګرۍ او اقتصادي ثبات به هم مثبت اغېز ولري. د خلکو هيله دا ده چې دواړه لوري سياسي اختلافات د خبرو له لارې حل او د عادي اړيکو لپاره دوامدار ګامونه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *