د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د شديدو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. عيني شاهدان وايي چې چاودنې د ښار په مهمه او حساسې سيمه، بلو ايريا کې رامنځته شوې دي.
تر اوسه د چاودنو د نوعيت او لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو د سيمې اوسېدونکي د زورورو غږونو له امله سخت وارخطا شوي دي.
پاکستاني پوليسو او امنيتي ځواکونو سمدستي د پېښې ځای کلابند کړی دی او عامو خلکو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
امنیتي سرچينې وايي چې د وضعيت د کنټرول لپاره اضافي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي او پلټنې روانې دي.
د مرګ ژوبلې يا مالي زيان په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي، چارواکي وايي چې نور جزيات به وروسته له رسنيو سره شريک شي.