اسلام اباد کې شدیدې چاو.دنې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شديدو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. عيني شاهدان وايي چې چاودنې د ښار په مهمه او حساسې سيمه، بلو ايريا کې رامنځته شوې دي.

تر اوسه د چاودنو د نوعيت او لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو د سيمې اوسېدونکي د زورورو غږونو له امله سخت وارخطا شوي دي.

پاکستاني پوليسو او امنيتي ځواکونو سمدستي د پېښې ځای کلابند کړی دی او عامو خلکو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

امنیتي سرچينې وايي چې د وضعيت د کنټرول لپاره اضافي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي او پلټنې روانې دي.

د مرګ ژوبلې يا مالي زيان په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي، چارواکي وايي چې نور جزيات به وروسته له رسنيو سره شريک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *