ازبکستان د افغانانو لپاره ستره تجارتي برنامه اعلان کړه له دې وروسته ټول افغانان صرف په…

په کابل کې د ازبکستان سفیر اعلان کړی چې د ده هېواد له افغانستان سره یوه ستره او مهمه تجارتي برنامه لاسلیک کړې ده. د سفیر په وینا، دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو نوی پړاو بلل کېږي او تمه ده چې د سیمې په کچه د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

سفیر زیاته کړې چې یاده تجارتي برنامه به په راتلونکو دوو هفتو کې عملي شي او د عملي کېدو له پیل سره به افغان سوداګرو ته نوې اسانتیاوې برابرې شي. د ده په وینا، دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري په دومره منظم او اسانه چوکاټ کې مخته ځي.

د دې پروګرام له مخې به افغان سوداګرو ته په ازبکستان کې د کاروبار کولو قانوني، بانکي او اداري ستونزې تر ډېره هوارې شي. سفیر ویلي چې ازبکستان هڅه کوي داسې یو سیستم رامنځته کړي چې د افغانانو لپاره د پانګونې، وارداتو او صادراتو بهیر ساده او چټک کړي.

په دې نوې طرحه کې یوازې لوی سوداګر نه، بلکې عام افغان وګړي هم شامل دي. د سفیر په وینا، عادي افغانان به هم وکولای شي په ازبکستان کې سوداګریز فعالیتونه پیل کړي، شرکتونه ثبت کړي او د قانوني چوکاټ لاندې خپل کاروبار پر مخ یوسي، چې دا کار به بې ساری بدلون وي.

اقتصادي شنونکي وايي چې دا تجارتي برنامه کولی شي د افغانستان لپاره د کارموندنې، عوایدو زیاتوالي او اقتصادي ثبات په برخه کې مثبتې پایلې ولري. دوی باور لري چې که دا تړون په سمه توګه عملي شي، نو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ به اقتصادي باور نور هم پیاوړی شي او دواړو هېوادونو ته به ګټه ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *