پاکستاني الوتکو دوه افغان ښارونه شديد بمبار کړل

د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان دوه ښارونه شديد بمبار کړل،‌ د راپورونو له مخکې پاکستاني الوتکو په کابل او کندهار کې شدیده بمباري کړې ده.

په کابل کې بمباري د پل چرخي په سيمه کې شوې ده او ویل کېږی چې دغلته زیات شمېر امبولانسونه هم ليدل شوي دي په کندهار کې بيا د طالبانو یوه نظامي اډه په نښه شوې ده.

دا هغه معلومات دي په انټرنټ بېلابېلو رسنيو خپاره کړي دي ځینې رسنیو ویلي دي چې معلومات یې د افغان طالبانو ځینې مهمو سرچینو تایید کړي دي.

د بل لوري پخپله طالبانو په رسمي ډول په دې هکله څه ندي ویل کېږي، د څو ورځو راهیسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کچه لږ څه راټیټه شوې وه.

خو دا بمباري بیا د ځان سره د طالبانو د غبرګون راوړي او ښکاري چې تاوتریخوالې بيا مخ په بره دی، څېړونکي وايي افغانستان يوه نا برابره جګړه په مخ وړي پاکستان مهم اهداف بمباروي د هېواد پلازمېنه په نښه کوي او افغان حکومت بیا په سرحدي سیمو کې په پاکستاني پوستو بریدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *