نه مو په قرض ګوزاره کېږي نه بې قرضه، مجبوره يو نور…

د پاکستان صدراعظم ويلي، هېواد يې نور نه شي کولی يوازې د بهرنیو پورونو پر مټ خپل اقتصادي مشکلات حل کړي، او ټينګار يې کړی چې اوس اړ دي د همدې ستونزې لپاره د پاکستان دننه يو عملي او دايمي حل ومومي.

هغه په يوه رسمي وينا کې وويل، که څه هم پورونه د لنډ وخت لپاره اسانتيا برابروي، خو په اوږدمهال کې اقتصاد لا پسې کمزوری کوي او پر راتلونکو نسلونو دروند بار اچوي.

صدراعظم زياته کړه چې حکومت به د عايداتو د زياتولو، د لګښتونو د کمولو او د کورنيو سرچينو د اغېزمن کارولو لپاره جدي اصلاحات پيل کړي، تر څو هېواد پر خپلو پښو ودرېږي.

نوموړي د صنعت، کرنې او سوداګرۍ د ودې يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د دغو برخو پياوړتيا کولی شي د پورونو اړتيا کمه او کاري فرصتونه زيات کړي.

په پای کې، د پاکستان صدراعظم له ولس وغوښتل چې د اقتصادي اصلاحاتو په دې سخت پړاو کې له حکومت سره همکاري وکړي، څو هېواد وکولی شي له روان مالي بحران څخه ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *