په امریکا کې یوې مېرمنې په يوه مشهور فوټبالر باندې دعوه کړې ده چې د هغه پښه يې ماته کړې، پېښه داسې شوې ده چې دغه نجلۍ وايي چې دا مشهور فوټبالر د خپلو ملګرو سره يو ځای ددې سره يوه کلب ته تللی و.
وايي هلته مې د تمرین په مهال دا فوټبالر څو ځل داسې پسې واخيست نور یې ورباندې خپلو ملګرو خندل او دي سخت شرمېده، وايي له دې وروسته دی فوټبالر په دوستانه تمرين کې ددې په ښه سخت فشار وروړ او په قصدي ډول يې ددې پښه ماته کړه خو دغه فوټبالړ بيا محکمې ته بېخي بله کيسه وکړه.
فوټبالړ وايي دا دعوه دروغ ده. ځکه ددې نجلۍ پښه روغه جوړه وه او ددې تمرین وروسته یې څو شپې د ملګرتوب په پار دده په کور کې تېرې کړې او څو ځل دواړو کوروالی هم وکړ.
وايي که ددې پښه ريښتيا ما ماته کړې وي نو زما په کور کې یې څه کول او څه ډول یې کولی شوی چې کوروالی وکړي.دغه لوبغاړی زياتوي چې دې نجلۍ پيسو ته چل جوړ کړی دی.