په امریکا کې یوې ښځې خپل ۵۵ کلن خاوند د کوروالي په مهال وژلی دی، نوموړي اوس د پوليسو له لوري نیول شوې ده او د خپل جرم په هکله یې نور جزیات هم د پوليسو او رسنیو سره شریک کړي دي.
دغه مېرمنې په خپل اعتراف کې ویلي دي چې دوی غوښتل په یوې نوې بڼه باندې کوروالی وکړي. وايي د کوروالي بڼه داسې وه چې د خاوند لاس او پښې یې ورباندې وتړل شي خوله یې ورباندې بنده شي او په یوه خلته (پلاستيکي کڅوړه) ور په سر شي.
وايي کله مې خاوند داسې تیار کړ نو بيامې د هغه سره په زور د کوروالي پيل کول پلان و، وايي دواړه غوښتل همداسې تجربه وکړو. وايي تر مخه مو ویلي دي چې هرڅومره زارۍ خاوند وکړي نه به یې خوشي کوو او کوروالی ته به دوام ورکوو.
دا زياتوي چې څو دقیقې وروسته یې خاوند د کوروالي په مهال غبرګون ښودل پریښودل ، وايي په لومړيو کې مې فکر کاوه چې ټوکې به کوي خو چې زيات وخت تېر شو نو ورخطا شوم.
دا وايي وروسته یې سم دلاسه امبولانس ته زنګ وکړ خو هغه بچ نشو او په روغتون کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، دا اوس په محکمه کې د قصدي قتل په تور محاکمه کېږي.