مستې جوړې په روانه رېګشا کې کوروالی پيل کړ

په ټايلنډ کې يوې بهرنۍ جوړې د ښار په منځ کې په روانې رېګشا کې نامناسب چلند کړی، چې وروسته يې ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې او د خلکو سخت غبرګونونه يې راوپارول. راپورونه وايي، ښځه د جنوبي امريکا د پيرو هېواد اوسېدونکې ده او نارينه د هسپانيا تابعيت لري.

د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ښار په يوه مصروفه سيمه کې رامنځته شوې، چيرې چې رېګشا د خلکو ترمنځ روانه وه او دواړه کسان د خلکو پر وړاندې په نامناسب حالت کې ليدل شوي دي. ځايي اوسېدونکو او سيلانيانو دغه عمل د عامه اخلاقو خلاف بللی دی.

وروسته له دې چې د پېښې ويډيو په انټرنېټ کې خپره شوه، د ټايلنډ پوليسو د دواړو کسانو د نيولو عمليات پيل کړل او لږ وخت وروسته يې ونيول. پوليس وايي، دوی د عامه نظم او اخلاقي قوانينو د ماتولو په تور تر پلټنو لاندې دي.

چارواکو ويلي، د دواړو کسانو د وېزو او قانوني اسنادو ارزونه هم روانه ده. راپورونه زياتوي چې د ټايلنډ حکومت د هغوی د شړلو يا ډيپورټ کولو بهير پيل کړی، ځکه چې د هېواد قوانين د عامه ځایونو د اخلاقي سرغړونو پر وړاندې سخت دريځ لري.

دا پېښه په ټولنيزو رسنيو کې هم پراخ بحثونه راپورته کړي دي. ځينو خلکو د پوليسو اقدام سم بللی، خو ځينو نورو ويلي چې سيلانيان بايد د هر هېواد کلتور، دودونو او قوانينو ته درناوی وکړي، څو ورته ستونزې رامنځته نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *