جنسي ژوند یوه بشپړه پروسه ده، دا داسې کيسه نده لکه چې د چرګانو چې دوه ثانیې وخت ونیسي، بس سم دلاسه دخول وشي.
جنسي اړیکه په ګډ ژوند کې له سر تر پايه مهمه ده، هم مخکې د کوروالي وخت مهم دی هم د کوروالي خپله پروسه او هم وروسته د کوروالي وخت.
وروسته د کوروالي دا ډېره مهمه ده چې ښځه ته دا حس ورکړل شي چې هغه یوازې جنسي جذبه نه وه بلکې ستاسې لپاره ژوره مانا لري.
له همدې کبله وروسته د کوروالي باید څه وخت نارينه د ښځې سره همداسې پاتې شي د مينې خبرې ورسره وکړي ښکل یې کړي او د ځانه يې سم دلاسه لرې نه کړي.