په برتانیا کې د اوکرایني اصله ۲۹ کلنه آنا مازوور او ۲۴ کلنه ډیانا نیکول-پیرسن له یوې ناخوالې پېښې سره مخ شوې، کله چې د دوی رئیس ډارن سکاټ له دوی څخه غیر اخلاقي غوښتنه وکړه. دواړو ښځو دا پېښه پولیسو ته راپور ورکړه، خو دوی له مخکې له خپلو دندو څخه ګوښه شوي وو، ځکه چې د شرکت یو لوړ رتبه مدیر، چې ۵۵ کلن او واده شوی دی، د درې اړخیزې اړیکې غوښتنه رد کړه.
دوی همدارنګه ویلي چې د دوی رئیس دوی د کار له دندې ایستلو پر مهال ویلي، د دوی کړنې کافي نه وې، نو له همدې امله یې له دندو ګوښه کړې. د دې پېښې له امله سخت ځوریدلي ښځې اوس د خپل پخواني رئیس څخه د دې ناوړه چلند او ناحقه ګوښه کولو په بدل کې ۱۰۰ زره پاونډ غوښتنه کوي.
آنا مازوور چې د دې پېښې قرباني ده، ویلي چې د کار په لومړۍ ورځ یې د رئیس له خوا لفظي ځورونې سره مخ شوې ده. د هغې د ادعا له مخې، ډارن سکاټ ورته وویل: «ته بې مثاله بدن لرې، ډېر جذابه یې. ایا کله دې فکر کړی چې په یوه سټریپ کلوب کې کار وکړې؟» هماغه ورځ، د شمالي لندن په یو لوکس اپارتمان کې یې هم د هغې څخه د اړیکې غوښتنه وکړه او له هغې وغوښتل چې د هغه ملګرې شي.
ډارن سکاټ ښځو ته ویلي چې که هغه غوښتنه ومني، دوی به په شرکت کې بریالي شي او لوړ مقام به ترلاسه کړي، خو کله چې آنا مازوور او ډیانا نیکول-پیرسن درې اړخیزه اړیکه رد کړه، هغه دواړه له کاره ګوښه کړې. د دې پېښې ټول جزئیات د جنسي ځورونې او ناحقه دندې د ګوښه کولو قضیه روښانه کوي.