چينايي پېغله له هغو کسانو سره کوروالی کوي چې د چکر پیسې ورکړي

په چین کې د ۱۹ کلنې یوې نجلۍ له خوا داسې اعلان خپور شوی چې غواړي د خپل تفریحي سفر لګښتونه د هغو سړو له لارې برابر کړي چې له هغې سره یوځای وخت تېر کړي. دا پېښه د ټولنیزو رسنیو له لارې خپره شوې او د خلکو ترمنځ یې پراخ بحثونه راپارولي دي.

دغه نجلۍ چې د شانګهای اوسېدونکې ده او ځان یې جو پینګ معرفي کړی، په انټرنېټ کې یو پیغام خپور کړی دی. هغې په خپل اعلان کې ویلي چې هغه کسان چې غواړي ورسره یوځای سفر وکړي، باید د هغې د تګ راتګ ټول لګښتونه ورکړي او همدارنګه د سفر پر مهال ټول مصرفونه هم پر غاړه واخلي.

جو پینګ په خپل بیان کې دا هم زیاته کړې چې دا کسان باید “سخاوتمند” وي او د دې ټولو لګښتونو په بدل کې به هغوی له هغې سره ټوله شپه تېروي. د هغې دا څرګندونې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو له خوا له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

نجلۍ همدارنګه د هغه چا لپاره ځانګړي شرایط ټاکلي چې غواړي ورسره سفر وکړي. هغې ویلي چې دغه کس باید ښایسته وي، عمر یې له ۳۰ کلونو کم وي، قد یې له ۱.۷۵ متره لوړ وي او له مالي پلوه شتمن وي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top