د امنيتي سرچينو له مخې، د افغانستان حکومت د يوې مهمې پوځي معاملې لپاره هڅې چټکې کړې دي. راپورونه وايي چې کابل له يوه ستر هېواد سره د پرمختللو پوځي تجهيزاتو د ترلاسه کولو په اړه جدي مذاکرات پيل کړي او ښايي ډېر ژر يې رسمي اعلان هم وشي.
سرچينې زياتوي چې دا مذاکرات په وروستيو اوونيو کې چټک شوي دي. د چارواکو په باور، د سيمې د امنيتي حالاتو له امله افغانستان هڅه کوي چې خپل دفاعي او يرغليز ځواک پياوړی کړي او د هوا له لارې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې قوي توان ولري.
د راپورونو له مخې، کابل په ځانګړي ډول د پرمختللو جنګي الوتکو ترلاسه کولو ته لېواله دی. دا ډول الوتکې کولی شي د هېواد د هوايي ځواک وړتياوې زياتې کړي او د سرحدي سيمو د امنيت په برخه کې مهم رول ولوبوي.
کارپوهان وايي که دا معامله عملي شي، نو د افغانستان د پوځ په هوايي ځواک کې به يو مهم بدلون رامنځته شي. هغوی باور لري چې پرمختللې الوتکې نه يوازې د دفاعي وړتيا د لوړولو سبب ګرځي بلکې د سيمې په امنيتي توازن هم اغېز لرلی شي.
تر اوسه د دې معاملې په اړه رسمي اعلان نه دی شوی، خو امنيتي سرچينې وايي چې خبرې وروستۍ مرحلې ته نږدې شوې دي. تمه ده چې په راتلونکو ورځو يا اوونيو کې د دې پوځي معاملې په اړه نور جزییات هم روښانه شي.