56 کلنه برتانوۍ وايي صرف د شل کلنو هلکانو سره کوروالی کوي

يوه ۵۶ کلنه برتانوۍ مېرمن وايي چې پرېکړه يې کړې له ځان څخه د ډېر عمر لرونکو نارينه‌وو سره به هېڅکله هم نږدې اړيکه نه نيسي. د هغې په وينا، دا پرېکړه د شخصي تجربو پر بنسټ ده او غواړي خپل ژوند د هغه څه له مخې تنظيم کړي چې ځان پکې هوسا او مطمين احساسوي.

نوموړې وايي، د لوړ عمر ډېری نارينه د ژوند له اوږدو فشارونو، ذهني ستړيا او بدني کمزورۍ سره مخ وي. د هغې په باور، دا هر څه د هغوی پر عمومي انرژۍ او چلند اغېز کوي او د نږدې اړيکو پر مهال هغه توازن نه شي ساتلی چې دی يې غواړي.

دې مېرمنې زياته کړې چې ځوانان، په ځانګړي ډول د شلو کلونو په شاوخوا کې، عموماً فعاله، پر ځان باوري او له انرژۍ ډک وي. د هغې په وينا، دا ځانګړتياوې د اړيکو په کيفيت کې مهم رول لري او د مقابل لوري لپاره د خوښۍ احساس زياتوي.

هغې ټينګار وکړ چې دا يوازې د هغې شخصي نظر او انتخاب دی او هدف يې د کوم ځانګړي عمر سپکاوی نه دی. نوموړې وايي، هر انسان د خپل بدن، فکر او غوښتنو د درناوي حق لري او بايد د ټولنې له فشار پرته خپله لاره وټاکي.

د ټولنيزو چارو ځينې شنونکي وايي، دا ډول څرګندونې که څه هم بحثونه راپاروي، خو له بلې خوا د فردي ازادۍ، شخصي انتخاب او د عمر په اړه د دوديزو تصوراتو د بدلون نښه هم بلل کېدای شي، ځکه نن سبا ډېر خلک د خپل هوسا ژوند لپاره دوديز چوکاټونه ماتوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top