ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د خلکو څخه غوښتي دي چې بهر ته په غيرې قانوني ډول د تګ څخه ډډه وکړي. هغه وويل چې ناقانونه مهاجرت د هېوادوالو لپاره جدي ستونزې زېږوي او ډېر ځوانان د همدغې لارې خپل ژوند له خطر سره مخ کوي. نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.
ډاکټر عبدالله زياته کړه چې غيرې قانوني سفرونه نه يوازې دا چې قانوني ملاتړ نه لري، بلکې په لارو کې د انساني قاچاق، زندان، سپکاوي او حتی مرګ خطر هم ورسره تړلی وي. د هغه په وينا، ډېری هغه کسان چې په ناقانونه ډول بهر ته ځي، له سختو او ناوړه شرايطو سره مخ کېږي.
هغه همداراز وويل چې د هېواد د بشري ځواک وتل د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېز کوي. عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې ځوانان بايد خپل هېواد پرېنږدي، بلکې د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي او د قانوني لارو له مخې د زده کړو او کار فرصتونه ولټوي.
نوموړي له کورنيو هم وغوښتل چې خپل اولادونه د ناقانونه تګ څخه منع کړي او هغوی ته د دې لارې د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي. د هغه په اند، کورنۍ کولای شي د ناسمې پرېکړې مخه ونيسي که چيرې پر وخت سمه لارښوونه وکړي.
په پای کې، ډاکټر عبدالله عبدالله له اړوندو ادارو وغوښتل چې د خلکو لپاره د قانوني سفر اسانتياوې زياتې کړي او د کار او زده کړو فرصتونه برابر کړي، څو خلک اړ نه شي چې د ژوند د ښه کېدو لپاره له خطرناکو او غيرې قانوني لارو کار واخلي.