برتانوۍ جوړه څلور کاله کېږي کوروالی کوي د ښځې بکارت پرده یې نه شکېږي

برتانوۍ رسنۍ د يوې عجيبې طبي پېښې راپور ورکوي چې پکې يوې جوړې له څلورو کلونو ګډ ژوند او کوروالۍ وروسته هم د ښځې د بکارت پرده نه ده شکېدلې. دا جوړه چې د واده له پيله تر اوسه منظم کوروالی درلود، وروسته د شک له امله ډاکټر ته مراجعه وکړه، څو د دې حالت لامل معلوم کړي.

ډاکټرانو له طبي معاينې وروسته ويلي چې د ښځې روغتيا بشپړه عادي ده او د بکارت پرده هم طبيعي بڼه لري. د ډاکټرانو په وينا، دا حالت د کومې ناروغۍ يا ستونزې له امله نه، بلکې د کوروالۍ د ځانګړي پوزېشن له کبله رامنځته شوی دی.

د راپور له مخې، يادې جوړې په تېرو څلورو کلونو کې تل يوازې يو مشخص پوزېشن کارولی دی. ډاکټرانو څرګنده کړې چې په دغه پوزېشن کې د فزيکي تماس زاويه داسې وي چې د بکارت پر پرده مستقيم فشار نه راځي، له همدې امله پرده نه شکېږي.

طبي کارپوهان وايي چې د بکارت پرده په ښځو کې بېلابېل ډولونه لري او په ځينو ښځو کې دا پرده ډېره انعطاف‌منونکې وي. همدارنګه، د کوروالۍ طريقه، زاويه او فزيکي جوړښت ټول د دې لامل کېدای شي چې پرده د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

ډاکټرانو ټينګار کړی چې بکارت د ښځې د اخلاقي ارزښت يا واده د ريښتينولۍ معيار نه دی، بلکې دا يو خالص طبي موضوع ده. دوی سپارښتنه کړې چې جوړې بايد د داسې مسایلو پر مهال له شرم پرته له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي، تر څو له ناسم فهم او ټولنيزو فشارونو څخه ځان وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *