ښځه ولې کله کله پخپله لومړی د کوروالي غوښتنه نکوي

ډېری نارينه دا شکایت کوي چې دایم دوی د خپلې ښځې څخه کوروالی غواړي داسې هېڅ نه کېږي چې ښځه یې هم کله کله دوی ته ووایی چې کوروالی ته یې زړه کېږي.

خو ددې خبرې یو ډېر واضح او قانع کوونکی ځواب شتون لري، پدې هکله د ښه پوهاوی لپاره باید د ښځې د جنسي خواهش د کار کولو په طریقه پوه شو.

د ښځې شهوت ذهني دی، د نارينه شهوت بيا بصري دی، نارينه چې يوه ښکلې ښځه وويني سم دلاسه یې شهوت پیدا کېږي.

ښځه بيا داسې نده، هغه بايد د يو چا سره مينه ولري احساسات یې ورته ګرم شي بيا یې شهوت بيدارېږي، له همدې د ښځې لپاره مينه ذهني علاقه او چاپیریال ‌ېر مهم دی.

د ورځې په شور او اواز کې هېڅکله د ښځې شهوت نه پاڅېږي عموما چې د شپه تیاره شي یوازیتوب راشي ټول ویده وي د ښځې ذهن غېږ کې نیولو نېږدې کېدو او جنسي اړيکې ته تیار شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *