پوليسو د يوې ۲۲ کلنې ښوونکې لخوا په دوو شاګردانو د جن. سي تېر. ي ټکان ورکوونکي جزيات خپاره کړل

پوليسو اعلان کړی چې د يوې ۲۲ کلنې ښوونکې پر ضد د دوو شاګردانو د جنسي تېري جدي تورونه ثبت شوي دي. د امنيتي سرچينو په وينا، دا قضيه د ټولنې لپاره د باور د ماتېدو يوه سخته بېلګه ده او څېړنې يې له حساسو پړاوونو تېريږي.

د پوليسو د معلوماتو له مخې، تورنه ښوونکې به شاګردان د ځانګړو درسونو تر نامه لاندې يو خصوصي ځای ته بلل. دوی ته به یې خپل مېړونه ویل او خپل بربنډ انځورونه به یې ورته استول.

چارواکي وايي، دا کړنه د ښوونيزو اصولو او قانون ښکاره سرغړونه ده او د شاګردانو د خوندیتوب پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.

تحقيقاتي ادارو زياته کړې چې په دې قضيه کې د ډيجېټل شواهدو راټولول هم روان دي. چارواکي وايي، هر ډول ناوړه اړيکې او د باور څخه ناسمه ګټه اخيستل به د قانون له مخې په کلکه تعقيب شي.

د قضیې تر افشا کېدو وروسته، د ماشومانو د حقونو فعالانو د ښوونځيو د څار او د خوندیتوب د ميکانيزمونو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده. هغوی ټينګار کوي چې د داسې پېښو مخنيوی يوازې د سختو قوانينو او اغېزمن نظارت له لارې ممکن دی.

چارواکي وايي، که تورونه ثابت شي، نو تورنه ښوونکې به په روسيه کې د سختې جزا، چې تر ۲۰ کلونو بند پورې رسېږي، سره مخ شي. پوليس ټينګار کوي چې څېړنې به تر وروستۍ پرېکړې پورې په بشپړ شفافيت سره دوام ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *