په افغانستان کې جنګېدلې يوې امريکايي عسکرې په جن.سي فلمونو کې کار پيل کړی و

يوه امريکايۍ عسکره چې کلونه وړاندې په افغانستان کې د جګړې برخه وه، وروسته له پوځ څخه د وتلو سره له سختو رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ شوه. هغې ويلي چې جګړې، اوږدې مأموريتونه او د جګړې ترخې خاطرې د هغې پر ژوند ژور اغېز کړی و او عادي ملکي ژوند ته ستنېدل ورته اسانه نه وو.

د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره، نوموړې يو مهال د جنسي فلمونو په صنعت کې کار پيل کړ. د هغې په وينا، دا پرېکړه د شوق له مخې نه، بلکې د مجبورۍ له امله وه، ځکه چې نه يې ثابت کار درلود او نه هم د دولت له‌خوا کافي ملاتړ ورسره موجود و. هغې غوښتل چې لږ تر لږه د سرپناه او خوراک ستونزه حل کړي.

خو دا کار هم د هغې ستونزې حل نه کړې. له يوې مودې وروسته، د قراردادونو ختمېدو او ټولنيز فشار له امله هغې خپله استوګنځای له لاسه ورکړ او بې‌کوره شوه. نوموړې وايي چې د خلکو منفي چلند او پر تېر پوځي ژوند د نه پوهېدو له امله يې حالت لا پسې خراب شو.
اوس مهال دا پخوانۍ عسکره د خپلو نږدې ملګرو په مرسته ژوند تېروي.

ملګرو يې ورته د اوسېدو ځای برابر کړی او هڅه کوي چې د ذهني روغتيا لپاره هم ورسره مرسته وکړي. هغې ټينګار کړی چې تر ټولو ستره اړتیا يې دا ده چې څوک يې کيسه واوري او درک يې کړي.

د دې ښځې کيسه د هغو زرګونو پخوانيو عسکرو يوه بېلګه ده چې له جګړې وروسته د ژوند له سختو ازموينو سره مخ کېږي. شنونکي وايي چې که د جګړې پخوانيو سرتېرو ته پر وخت رواني، اقتصادي او ټولنيز ملاتړ برابر نه شي، نو دا ډول تراژيدۍ به بيا بيا تکرار شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *