د ژور او چټک کور.والي لپاره بايد د نارينه د بدن ددې دريو ځايونو عضلات قوي وي

د ژور او چټک کور.والي لپاره د نارينه فزيکي چمتووالی مهم رول لري. دلته خبره د فحاشۍ نه، بلکې د بدن د هغو عضلاتو ده چې د کنټرول، زغم او ځواک سبب ګرځي. که دا عضلات پياوړي وي، سړی کولی شي خپله انرژي ښه وساتي او د کوروالي پر مهال ښه توازن ولري.

لومړی مهم ځای د خېټې او کمر مرکزي عضلات دي. دا عضلات د بدن توازن ساتي او د حرکاتو کنټرول اسانه کوي. کله چې د خېټې عضلات قوي وي، سړی کولی شي ژور حرکتونه په لږ ستړيا ترسره کړي او د ملا درد هم کم شي.

دوهم د ورنونو او کونډو (hip) عضلات دي. همدا عضلات د چټکو او منظم حرکاتو اصلي ځواک جوړوي. پياوړي ورنونه ددې سبب ګرځي چې سړی اوږده موده فعاله پاتې شي او د بدن وزن په سمه توګه اداره کړي.

دريم مهم ځای د شرمګاه شاوخوا عضلات دي چې عموماً د کنټرول عضلات بلل کېږي. د دغو عضلاتو تمرين د انزال کنټرول، ښه احساس او اوږدې مودې فعال پاتې کېدو کې مرسته کوي. همدا عضلات د ژور کوروالي احساس پياوړی کوي.

په پای کې ويلای شو چې منظم فزيکي تمرين، لکه سپورټ، ساده ورزشونه او ځانګړي تمرينات، د ياد شوو عضلاتو پياوړتيا کې مهم رول لري. کله چې بدن قوي وي، نو نه يوازې کوروالي ښه کېږي، بلکې عمومي روغتيا او ځان باور هم زياتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *