د جن..سي فلمونو اداکاره: د یوه حیوان په څېر استفاده راڅخه کېږي

د جنسي فلمونو يوه روس اداکاره د خپل ژوند په هکله له ځینې تریخو حقیقتونو څخه پرده پورته کوي، دغه پیغله روسۍ نجلۍ چې د روسیې څخه امریکا ته د یوه ښه ژوند په تکل تلې وه سخته پیښمانه ده.

دا وايي ددې لپاره امریکا ته ولاړه چې یو ښه ژوند تر لاسه کړي د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي او د سختو کارونو او لږ معاش او ډول ډول ځورونو څخه خلاصه شي.

خو وايي کله چې امریکا ته ولاړه د یوه یوازې انسان په توګه یې ژوند کول د خپل ځان او زنده ګۍ د مصارفو تر مسؤلیت وتل ورته سخت و وايي له همدې کبله يې هڅه کوله داسې کار وکړي چې ښه معاش ولري ترڅو ددې ټولې اړتیاوې پوره کړي.

دا زیاتوي چې ځینې ناسمو ملګرو په توسط بلاخره د جنسي فلمونو کاروبار ته داخله شوه، چېرته چې ددې څخه د یوه ساعت لپاره لکه د یوه حيوان غوندې بې رحمه استفاده وشي او بيا ددې ټوله ورځ په درد او خفګان کې تېره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *