د برتانوۍ پېغلې د درد ډک جن.. سي ژوند

په انټرنټ کې د يوې برتانوۍ پېغلې کيسې د خلکو توجو ځانته را جلب کړې ده، د لورا په نامه دا د شرمګاه د يوه عجيب تکلیف څخه کړېږي، دا وايي د جنسي اړيکې په مهال یې شرمګاه داسې درد کوي چې انسان ورته د ټینګې ندی، وايي د دخول په مهال داسې حس کوم لکه څوک مې چې په شرمګاه د ماتې شيشې ټوټې رادننه کوي.

لورا وايي کلونه له دې تکليف څخه داسې وکړېده چې پوهه هم نشوه چې اخر ددې سبب څه شی دی، وايي په لومړيو کې مې چاته د شرمه ويلی هم نشوی خو وروسته دردونه له حده واوښتل نو مجبوره شوم چې خپلې مور ته ووايم.

کله چې دې خپلې مور ته وويل وروسته روغتون ته ولاړل د ګڼو ټېسټونو او معايناتو ډاکټرانو بلاخره ددې ستونزه پيدا کړه، ددې ستونزه ولواډینیا وه. ولواډینیا (Vulvodynia) هغه اوږدمهاله او تکراري درد ته ویل کېږي چې د ښځې د بهرني تناسلي غړي (ولوا) په ساحه کې وي، خو ښکاره فزیکي علت لکه انتان، زخم یا پوستي ناروغي ونه موندل شي.

د ناروغۍ د دقیق تشخيص وروسته اوس لورا کولی شي چې پرته له درده جنسي اړيکه ټينګه کړي خو تراوسه درملنه په بشپړه توګه نده بشپړه شوې او دا لا د درملو خوړلو او ځینې کریمونو کارولو ته دوام ورکوي.

دا پخپل پيغام کې وايي چې نجونې بايد د خپل جنسي ژوند په هکله درد او غیرې نورمال حالت عادي ونه ونيسي او نه هم شرم وکړي. ځکه دا يو طبي درملنې ته اړتيا لري.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top