د پاکستان سفیر یو ځل بیا له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ترهګرو د ملاتړ مخه ونیسي، هغه څرګندونې چې په افغانستان کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼ شمېر افغانان دا غوښتنه بېاساسه او سیاسي بولي، ځکه د افغانستان اسلامي امارت تر دې وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او باید د نورو پر اوږو وانچول شي.
افغان حکومت په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، خو په ورته وخت کې یې له پاکستان غوښتي چې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي. د چارواکو په وینا، د سیمې ثبات هغه وخت رامنځته کېدای شي چې هر هېواد خپل داخلي وضعیت په سمه توګه مدیریت کړي.
سیاسي شنونکي باور لري چې پاکستان اکثره وخت د خپلو کورنیو امنیتي ستونزو د پټولو لپاره د افغانستان نوم اخلي. دوی وايي، په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتوالی د هغو تګلارو پایله ده چې کلونه کلونه د همدې هېواد دننه پالل شوې دي، او اوس یې اغېزې بېرته پر خپله خاوره راګرځېدلې دي.
بل لور ته، افغان ولس هم د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې د فشار سیاست بولي. د خلکو په باور، افغانستان د جګړو او ناامنۍ له اوږدې دورې وروسته اوس د ثبات پر لور روان دی، او داسې تورونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا زیانمنوي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې باید د متقابل احترام، رښتینې همکارۍ او ډیپلوماټیکو خبرو پر بنسټ ولاړې وي. دوی وایي، پر یو بل تورونه لګول نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی کوي.