جرمنۍ ښځې د کوروالي وروسته د نارينه جن@سي غړی پرې کړی

په ترکیه کې یوه ډېره نخره پېښه شوې ده، دغلته يوه جرمنۍ پرته له نکاح د یوه ترکي سره يو ځای ژوند کوي، لکه ښځه او خاوند، نادره داده چې دا کس کله ناکله د خپل ملګري سره يو ځای ددې ښځې سره کوروالی کوي یانې دری واړه يو ځای کوروالی کوي.

په دې ځل پېښه داسې شوې چې دری واړو کوروالی پیل کړی دا یو ځای چې ورسره اوسېږي دا لږ وروسته تشناب ته تللی چې کله بېرته راغلی نو یې ښځې ته ويلي چې ته دهليز ته ولاړه شه، ښځه وتلې او دې دروازه قلف کړې ده.

دریم کس يې ۵۴ چاقو ګان وهلی دی جنسي غړی يې ترې غوڅ کړی دی، دوی دواړه پوليسو نیولی دی، په نارينه په قصدي ډول د قتل تور په ښځه بيا دا تور دی چې د قتل وروسته د کوره وتلی او د وژل شوي کس تذکره یې بيرون چېرته غورځولې ده. يانې ښځه د قتل د دليلونو د له منځه وړلو په تور محاکمه کېږي او نارينه د قتل.

دغې پېښې يو ځل بيا په ترکيه کې واده پرته د جنسي اړیکو د غیرې قانوني کولو لپاره غږونه راپورته کړي دي، خلک وايي چې که چېرې په ترکيه کې زنا جرم وګڼل شي نو ددې ډول پېښو په کچه کې به کمی راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *