يوې ترکۍ ماډلې ادعا کړې چې د يو ميليون ډالرو په بدل کې يې د لومړي ځل لپاره د يو شتمن سړي سره د کوروالۍ وړانديز قبول کړ، خو اوس پرې سختې پښېمانۍ څرګندوي. د هغې په وينا، پيسو او لوکس ژوند ته د رسېدو هيلې هغې دې پرېکړې ته وهڅوله، خو وروسته پوه شوه چې هره پرېکړه يوازې د پيسو لپاره نه وي.
ماډله وايي چې دغه سړي ورسره د شپې په نهو بجو کوروالی پيل کړ او تر سهار څلورو بجو پورې يې دوام ورکړ. د هغې په خبره، دومره اوږد او سخت حالت ورباندې تېر شو چې ځان يې د مرګ تر حده ستړی او کمزوری احساساوه. نوموړې وايي چې څو ځله يې غوښتل هر څه ختم شي، خو هغه شېبې ورته ډېرې سختې وې.
هغې زياته کړې چې وروسته له دې پېښې څخه يې روحي حالت هم خراب شو او څو ورځې يې عادي ژوند نه شو کولی. د هغې په وينا، خلک يوازې د لويو پيسو نوم اوري، خو د شا درد، ذهني فشار او پښېماني نه ويني. نوموړې وايي اوس پوهېږي چې ځينې پرېکړې د انسان پر ژوند ژور اغېز پرېږدي.
په ټولنيزو رسنيو کې د دې ماډلې خبرې ډېرې خپرې شوې دي. ځينو کسانو د هغې پر پرېکړه نيوکې کړې، خو ځينو نورو بيا ويلي چې پيسې تل د خوشحالۍ ضمانت نه شي کېدای. د ټولنيزو رسنيو ډېری کاروونکو ويلي چې دا ډول کيسې بايد د نورو لپاره د عبرت سبب وګرځي.
ماډله په پای کې وايي چې که وخت بېرته را وګرځي، هېڅکله به دا کار ونه کړي. هغې وويل چې انسان بايد د لنډمهاله پيسو لپاره داسې پرېکړې ونه کړي چې وروسته يې ټول عمر د پښېمانۍ سبب شي. نوموړې زياته کړه چې اوس غواړي له رسنيو او خلکو لږ لرې ارام ژوند وکړي.