تحقیق: د پېشنمي کوروالی ترټولو زیات خوند لري

تحقیق ښيي چې د پېشنمي په وخت کې کوروالی د نارینه لپاره تر ټولو زیات خوندور تمامېږي. د دې څېړنې له مخې، په روژه کې د کوروالۍ وخت یوازې د شپې ساعتونو ته محدود وي او ډېری خلک دا کار ډېر کم ترسره کوي. له همدې امله د نارینه جنسي غوښتنه لوړېږي او د خپلې مېرمنې بدن ورته لا زیات جذاب ښکاري.

د څېړنې په وینا، کله چې د کوروالۍ فرصت محدود وي، نو د انسان ذهني او جسمي لېوالتیا هم لوړېږي. همدا لامل دی چې د پېشنمي په وخت کې، کله چې دواړه لوري له خوبه راپاڅي، د یو بل پر وړاندې د نږدېوالي احساس زیات وي او دا حالت د کوروالۍ خوند نور هم زیاتوي.

بل لور ته ویل کېږي چې د شپې په شاوخوا دوو یا دریو بجو کې د ښځې بدن یو ډول ځانګړی نرمښت او طبیعي تودوخه پیدا کوي. څېړنه وايي چې دا بدلون د انسان د بدن له طبیعي هورموني حالتونو سره تړاو لري، چې د شپې په وروستیو ساعتونو کې څرګندیږي.

د همدې لاملونو له امله څېړنه پایله اخلي چې د پېشنمي په وخت کې کوروالی د نارینه لپاره یو بې‌ساری احساس او خوند رامنځته کولی شي، ځکه هم د غوښتنې کچه لوړه وي او هم د بدن طبیعي حالتونه د نږدېوالي لپاره مناسب وي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top