ډاکټران خبرداری ورکوي چې د کوروالي پر مهال بېاحتیاطي کولای شي د نارينه د جنسي غړي د ماتېدو (Penile Fracture) سبب شي، چې دا يو جدي طبي حالت دی او بيړنۍ درملنې ته اړتيا لري. د طبي څېړنو له مخې دا ستونزه زياتره هغه وخت رامنځته کېږي چې پر جنسي غړي ناڅاپي او سخت فشار راشي او د هغه داخلي انساج وشلېږي.
لومړۍ خطرناکه طريقه هغه ډول کوروالی بلل کېږي چې پکې د بدن کنټرول کم وي او حرکتونه ډېر تېز او ناهمغږي ترسره کېږي. ډاکټران وايي چې په دې حالت کې که جنسي غړی له خپل طبيعي مسير څخه واوړي او د مقابل لوري د بدن پر سختې برخې ولګېږي، نو د ماتېدو خطر يې ډېر زياتېږي. زياتره پېښې د همدې ناڅاپي ټکر له امله ثبت شوې دي.
دوهمه طريقه هغه ده چې پکې ټول وزن يا زيات فشار د نارينه پر جنسي غړي راځي. طبي متخصصين خبرداری ورکوي چې کله نارينه د خپل بدن يا د مقابل لوري د وزن د سم کنټرول توان ونه لري، نو دا فشار کولای شي د غړي داخلي جوړښت ته جدي زيان ورسوي او د ماتېدو لامل شي.
ډاکټران ټينګار کوي چې د جنسي غړي ماتېدل عادي درد نه دی، بلکې نښې يې ناڅاپی شديد درد، پړسوب، رنګ بدلېدل او کله ناکله د «چق» غوندې غږ دی. په داسې حالت کې بايد هېڅ ځنډ ونه شي او سمدستي روغتون ته مراجعه وشي، ځکه ناوخته درملنه د دايمي ستونزو سبب ګرځېدای شي.
په پای کې متخصصين سپارښتنه کوي چې د کوروالي پر مهال اعتدال، ارامي او يو د بل د بدن درناوی ډېر مهم دی. د خطرناکو طريقو څخه ډډه کول، د درد په صورت کې سمدستي درول او د طبي مشورې تعقيب کول کولای شي د نارينه روغتيا خوندي کړي او له جدي عوارضو څخه مخنيوی وکړي.