پاکستان د افغان سوداګرو مالونو ته د انتقال اجازه ورکړه خو يو ناځوانه شرط یې ورسره کېښود

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، هغه افغان ټرانزیټ سوداګریز توکي چې د کراچۍ، ګوادر بندرونو او پاکستاني سرحدي سیمو کې بند پاتې دي، اوس یې صادرونکي کولای شي بېرته له همدې بندرونو څخه نورو هېوادونو ته صادر کړي.

دا پرېکړه د افغانستان پر لور د سرحدي لارو د خلاصېدو معنا نه لري او نه هم د دې معنا ده چې دغه توکي اوس افغانستان ته لېږدول کېږي، بلکې یوازې دومره اجازه ورکړل شوې چې سوداګر خپل مالونه بېرته له پاکستان څخه وباسي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دغه اقدام د فدرالي عوایدو ادارې له‌خوا د ځانګړې استثنا تر ورکړې وروسته شوی، څو هغه مالونه چې د اوږدې مودې راهیسې بند پاتې دي او د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، نور زیان ونه ویني.

یو شمېر افغان سوداګر وایي، که څه هم د مالونو د بېرته صادرولو اجازه یو لنډمهاله حل دی، خو د افغانستان بازار ته د توکو نه رسېدل به د سوداګرۍ پر بهیر او د توکو پر بیو منفي اغېز ولري.

تر اوسه افغان لوري د دې پرېکړې په تړاو څه نه دي ویلي، خو سوداګر ټینګار کوي چې د ستونزې اصلي حل د تورخم او نورو سرحدي لارو خلاصول دي، نه یوازې د مالونو بېرته صادرولو اجازه.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top