د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ايران حکومت له لوري واشنګټن ته يو رسمي پيغام رسېدلی، چې پکې د امريکا سره د عاجلو خبرو غوښتنه شوې ده. ټرمپ دا څرګندونې د يوې وينا پر مهال وکړې او ويې ويل چې دا تماس د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تاوتريخوالي په حساس پړاو کې شوی دی.
د سپينې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دا پيغام د منځګړو له لارې لېږل شوی او ايران پکې د خبرو لپاره بېړنی تياری ښودلی دی. امريکايي چارواکي وايي، دا غوښتنه د سيمهييزو او نړيوالو پرمختګونو له امله رامنځته شوې ده.
د چارو يو شمېر شنونکي باور لري چې د ايران دا اقدام د کمزورۍ نښه ده. د دوی په وينا، تهران د سختو اقتصادي بنديزونو، سياسي فشارونو او نړيوالې انزوا له امله اړ شوی چې د امريکا سره د خبرو لاره خپله کړي.
ځينې شنونکي لا وړاندې ځي او وايي چې دا غوښتنه د ايران د بشپړې تسليمۍ په مانا ده. د هغوی په اند، ايران نور د تقابل توان نه لري او هڅه کوي د خبرو له لارې د بنديزونو کمول او د فشارونو پای ته رسول يقيني کړي.
بل لور ته، ايراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د «تسليمۍ» تور رد کړی او وايي چې خبرې اترې د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره دي. سره له دې، نړيواله ټولنه په ځير سره څاري چې دا احتمالي خبرې به د سيمې پر سياسي راتلونکې څه اغېز ولري.