د برتانوۍ پېغلې سخته شپه: وايي د کاکا زوی مې ن.شه کړم بيا يې راسره دومره کور.والی وکړ چې

د برتانيې يوې پېغلې له رسنيو سره په خبرو کې د خپلې ژوند تر ټولو توره شپه شريکه کړې ده. نوموړې وايي چې د کورنۍ له نږدې خپلوانو څخه يو، چې د کاکا زوی يې و، پر هغې سخت ظلم کړی او دا پېښه يې لا هم له رواني پلوه ځوروي.

د نجلۍ په وينا، هغه شپه يې هېڅکله له ياده نه وځي. هغې وويل چې پرې داسې مواد وکارول شول چې هوښ يې ګډوډ کړ او د ځان د دفاع توان ترې واخيستل شو. نوموړې زياته کړه چې له همدې امله يې پر ځان کنټرول له لاسه ورکړ او وروسته بې هوښه شوه.

نجلۍ وايي چې له پېښې وروسته يې روغتيايي او رواني ستونزې پيدا شوې دي. هغې اعتراف وکړ چې د اوږدې مودې لپاره يې ويره، خپګان او ذهني فشار تجربه کړی او لا هم د دې دردناکې پېښې اغېزې له ځانه سره وړي.

دغه پېښه يو ځل بيا دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې ډېرې پېغلې د کورنۍ دننه له تاوتريخوالي سره مخ کېږي خو غږ نه پورته کوي. ټولنيز فشار، ويره او د بدنامۍ اندېښنه ډېری قربانيان چوپ ساتي او مجرمين له حساب ورکولو ژغوري.

د ښځو د حقونو فعالان ټينګار کوي چې دا ډول قضیې بايد جدي ونيول شي او قربانيانو ته خوندي چاپېريال، قانوني ملاتړ او رواني مرستې برابرې شي. هغوی وايي تر هغه چې ټولنه چوپه پاتې شي، دا ډول دردناکې کيسې به تکرارېږي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top