د حکو.مت ویاند د پاکستان د پوځ اصلي غوښتنه رسنیزه کړه

د حکومت ویاند د پاکستان د پوځ اصلي غوښتنه رسنیزه کړه او ویې ویل چې د پاکستان د پوځ یوه ځانګړې کړۍ هڅه کوي پر افغان حکومت مستقیم او غیرمستقیم کنټرول ولري. د هغه په وینا، دغه غوښتنه نوې نه ده، بلکې له تېرو کلونو راهیسې د بېلابېلو لارو تعقیبېږي.

د حکومت ویاند وویل چې یاده کړۍ غواړي د افغانستان سیاسي پرېکړې، امنیتي تګلارې او بهرني سیاستونه د اسلام‌اباد د ګټو له مخې تنظیم شي. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول مداخلې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او افغانان به یې هېڅکله ونه مني.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستاني پوځ هڅه کوي د فشار، تبلیغاتو او سیاسي نفوذ له لارې پر افغان چارواکو اغېز ولري، خو افغان حکومت د خپلو ملي ګټو په دفاع کې ټینګ ولاړ دی. د هغه په وینا، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او خپلې پرېکړې به په خپله کوي.

د حکومت ویاند همدارنګه وویل چې افغان حکومت دا موضوع له نړیوالو بنسټونو او سیمه‌ییزو شریکانو سره شریکه کړې ده، څو نړۍ د پاکستان د پوځ له نیتونو خبره شي. هغه وویل چې د سیمې ثبات د متقابل درناوي او نه مداخلې پرته ناشونی دی.

په پای کې، د حکومت ویاند افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې حکومت به د هر ډول بهرني فشار پر وړاندې مقاومت وکړي او د هېواد خپلواکي، ملي حاکمیت او ګټې به خوندي وساتي. هغه له خلکو وغوښتل چې د ملي یووالي ساتنه وکړي او د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې یو موټی واوسي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top