يوه فرانسوۍ پېغله ادعا کوي چې غواړي د نړۍ ټول هېوادونه په وړيا ډول وګرځي او د دې لپاره يې له بېلابېلو لارو کار اخيستی دی. نوموړې وايي، د سفر لپاره لوړ لګښتونه د ډېرو ځوانانو مخه نيسي، خو هغې پريکړه کړې چې دا ستونزه په خپل ځانګړي ډول حل کړي.
هغې په خپلو څرګندونو کې ويلي، هر هغه هېواد ته چې سفر کوي، له ځايي خلکو سره اړيکه نيسي او د تګ راتګ لپاره ټکسي کاروي. د هغې په وينا، په ډېری مواردو کې د ټکسي له موټروانانو سره د کرايې د پيسو پر ځای نږدې اړيکې جوړوي، څو د سفر لګښت پرې نه شي.
دا فرانسوۍ پېغله زياتوي چې دا کار يې د خپلې خوښې او شخصي پرېکړې له مخې کړی او هېڅ څوک پرې مجبور نه دي. نوموړې وايي، د دې له لارې نه يوازې د سفر پيسې سپموي، بلکې د بېلابېلو هېوادونو له کلتورونو او خلکو سره له نږدې بلدتيا هم پيدا کوي.
هغې دا هم ويلي چې د خپل راتلونکي سفر په لړ کې افغانستان ته د تګ پلان لري او غواړي دا هېواد له نږدې وويني. د هغې په باور، افغانستان يو ځانګړی کلتور، تاريخ او مېلمه پال خلک لري چې د ليدو او پېژندلو ارزښت لري.
د نوموړې دا څرګندونې په ټولنيزو رسنيو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. ځينې کسان دا کار د اخلاقي اصولو خلاف بولي، خو نور بيا وايي هر انسان د خپل ژوند د انتخاب حق لري، تر هغه چې بل چا ته زيان نه رسوي.