په امریکا کې د يوې ښوونکې د جنسي اړیکې خبر لویه غوغا جوړه کړې ده، په دغه هېواد کې يوې ۲۵ کلنې ښوونکې د خپل ۱۷ کلن شاګرد سره دری نیم ساعته کوروالی کړی دی، دوی دغه کار د ښوونکې په کور کې ترسره کړی دی.
د ښوونکې خاوند د ښکار بهر تللی و چې دغه بې کنټروله ښوونکې خپل یو ۱۷ کلن شاګرد کور ته راووست او ورسره یې پوره درې نیم ساعته کوروالی وکړ.
د هغه قضيه چې کله رسنیزه شوه نو سم دلاسه د ښوونځي له لوري د دندې څخه لرې شوه او پېښه د پوليسو لاسونو ته ولوېده. د موجوده قوانینو په اساس د کوروالي قانونی عمر ۱۸ کاله دی.
خو په ښوونځي کې د ښوونکی او شاګرد ترمنځ جنسي اړیکه د عمر د بشپړ والي په صورت کې هم د منلو نه ده او په امريکايي ټولنه کې دا کار بشپړ غیرې اخلاقي منل شوی دی.