د افغانستان او تاجکستان سرحد کې شديده جګړه

د تاجکستان امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې د افغانستان له خاورې درې تروریستان د دغه هېواد پولې ته ور اوښتي وو، چې د امنیتي ځواکونو له لوري تعقیب شول.

د تاجکستان د امنیتي ادارو په وینا، یاد کسان هڅه کوله د پولې له لارې تاجکستان ته ننوځي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او نښته رامنځته شوه.

سرچینې زیاتوي چې د لنډې نښتې پر مهال درې واړه تروریستان ووژل شول او د تاجکستان له لوري کوم امنیتي ځواک ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د تاجکستان چارواکو ویلي چې د پېښې له ځایه وسلې او یو شمېر نور مشکوک توکي هم ترلاسه شوي دي، او د موضوع په اړه نورې پلټنې روانې دي.

د سیمې امنیتي وضعیت ته په کتو، تاجکستان پر پولو د څار او امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا اعلان کړی او ویلي یې دي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې به جدي اقدامات کوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top