یوه ډاکټره د تل لپاره له طبابت څخه منع شوه وروسته له هغې چې ثابته شوه له خپل یوه رواني ناروغ سره یې پټه او نامناسبه اړیکه لرله. د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز محکمې وموندله چې ډاکټرې ماریا باستاس له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۲ پورې له دغه ناروغ سره شخصي او جنسي اړیکې ساتلې دي. محکمې وویل چې دا کار د ډاکټرۍ له مسلکي اصولو ښکاره سرغړونه ده.
د راپور له مخې، دا اړیکه هغه وخت پیل شوه کله چې دواړو د معاینې پر مهال د ټیلیفون شمېرې تبادله کړې. وروسته بیا د کلینیک څخه بهر شخصي لیدنې پیل شوې. ناروغ ویلي چې دوی به په اونۍ کې څو ځله د ډاکټرې په موټر او حتی د هغې د کار په ځای کې جنسي اړیکې لرلې. دا حالت د څو کلونو لپاره دوام وکړ.
محکمې ته دا هم وویل شول چې ډاکټرې ناروغ خپل کور ته بیولی و، هلته یې ورسره شراب څښلي وو او شخصي وخت یې ورسره تېر کړی و. سربېره پر دې، هغې ناروغ ته پور هم ورکړی و او ډالۍ به یې هم ورکولې. دغو ټولو کارونو وښوده چې د ډاکټر او ناروغ ترمنځ مسلکي حدود له منځه تللي وو.
ناروغ ویلي چې کله دا اړیکه پای ته ورسېده، هغه سخت خپه شو او رواني حالت یې خراب شو. نوموړي وویل چې له دې وروسته یې سګرټ او شراب څښل پیل کړل او احساساتي ستونزو سره مخ شو. وروسته یې خپل ارواپوه ته د دې اړیکې په اړه معلومات ورکړل او رسمي شکایت یې ثبت کړ.
که څه هم ډاکټرې جنسي اړیکه رد کړه، خو محکمې د ناروغ خبرې د ټیلیفون ریکارډونو او نورو شواهدو پر بنسټ ومنلې. محکمې وویل چې د ډاکټر او ناروغ ترمنځ جنسي اړیکه هېڅ د منلو وړ نه ده، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ناروغ رواني ستونزې ولري. په پای کې، ډاکټرې ماریا باستاس د مسلکي بدرفتارۍ مجرمه وبلل شوه او د طبابت جواز یې لغوه شو.