په ژوند کې ځینې شیان داسې دي چې سره يو ځای شي انسان تازه او مست ساتي بدن او روح ته يې وده ورکوي او د ژوند خوند پکې محسوس کېږي. دا ډول کسان تل په خوله موسکا لري او ښه بدن او روغتیا لري.
ښځې لکه ګلان داسې دي، د ژوند سختۍ یې ژر مړاوې کوي له همدې کبله په پخواني مصر کې نارينه و ژر واده نه کاوه تر هغو چې د ښځې لپاره به يې يو کوچنی جنت غوندې ژوند نه و برابر کړی.
يو شی چې ډېر مهم دي هغه مالي خپلواکي او شتمني ده. شتمني تاسې د راتلونکې له غم او وېرې څخه ساتي د انسان د ژوند د غمونو لویه برخه د راتلونکې وېره جوړوي که چېرته یوه ښځه ډاډه وي چې خاوند يې لویه شتمني لري د راتلونکې غم، د اولادونو د ايندې غم یې زړه نه خوري.
مالي شتمني د یوې خوا د ښځې ذهن ته سکون او ډاډ ورکوي د بلخوا ورته د ښو خوړو او ښه وخت تېرولو وړتیا ورکوي. دا د هغه د بدن د ښې ودې سبب کېږي.
دوهم څيز چې زيات مهم دی هغه پوخ عقل دی، يو نارينه عقلي پختګۍ ته رسېدلی وي هغه د ژوند په مينه، توازون ، ښه او بده، سخته او اسانه ډېر ښه پوهېږي او دا هرڅه ډېر ښه مدیریت کوي ددې ډول انسان سره ژوند اسانه او بې جنجاله وي.