د کوروالي د ځای او د ښځې د حواسو په هکله ترسره شوی يو تحقيق وايي چې ښځې په موټر کې د کوروالي څخه زيات خوند اخلي او دغلته زیاتې احساساتي کېږي.
تحقیق وايي په موټر کې د يوه لوري د ښځې او نارينه بدن يو بل تر ډېر نېږدې وي ځکه چې ځای تنګ وي د بل لوري دواړه یو بل ته مخامخ وي.
په تحقیق کې وړاندې ویل شوي دي چې په موټر کې کوروالی لږ څه نا اشنا او نا خوندي غوندې وي او ښځې ته داسې احساس ورکوي لکه په پېغلتوب کې چې د غلا کوروالی کوي.
له همدې کبله د ښځې احساسات او جذبه لوړه وي او زياته هیجاني وي او کوروالی ورته ډېر په زړه پورې تمامېږي.