پاکستانۍ ډاکټره وايي چې ډېری نارينه داسې فکر کوي چې کله فوري جنسي عمل پيل کړي نو ښځه هم سمدلاسه د هماغه عمل لپاره چمتو وي. خو د هغې په وينا دا يو ناسم تصور دی، ځکه د ښځې بدن او احساسات د نارينه له بدن څخه توپير لري. ښځه د عاطفي او ذهني چمتووالي اړتیا لري تر څو د کوروالۍ خوند په سمه توګه احساس کړي.
ډاکټره زياتوي چې د ښځې لپاره مینه، نرمې خبرې او د احترام ډک چلند ډېر مهم دي. کله چې نارينه له ښځې سره د محبت خبرې کوي او هغې ته د ارزښت احساس ورکوي، نو ښځه په طبيعي ډول ځان ارام او خوندي احساسوي. دا ډول فضا د دواړو ترمنځ باور او نږدېوالی زياتوي.
هغې همدارنګه وايي چې د ښځې بدن د لمس کولو او نرمو حرکاتو له لارې ورو ورو د جنسي عمل لپاره چمتو کېږي. دا کار د ښځې احساسات راپاروي او بدن يې د اصلي کوروالۍ لپاره اماده کوي. که دا پړاو له پامه وغورځول شي، نو ښځه ښايي هغه خوند ترلاسه نه کړي چې بايد يې وکړي.
د ډاکټرې په وينا، جنسي خبرې، مينه ناک چلند او د بدن نرمه پاملرنه د ښځې د خوښۍ مهم عوامل دي. کله چې دا هر څه موجود وي، نو ښځه د کوروالۍ لپاره په طبيعي ډول چمتو کېږي او بيا د دواړو لپاره دا عمل ډېر خوندور او د رضايت وړ ګرځي.
په پای کې ډاکټره ټینګار کوي چې کوروالی يوازې يو فزيکي عمل نه دی، بلکې يو عاطفي او روحي اړیکه هم ده. کله چې نارينه د ښځې احساساتو ته پاملرنه وکړي او هغې ته وخت ورکړي، نو د مېړه او مېرمنې ترمنځ مينه او خوښي نوره هم پياوړې کېږي.