د پاکستان د پوځ په قرارګاه د ډرون بريد

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د بلوچستان په ایالت کې د پاکستان پوځ پر یوې پوځي قرارګاه د ډرون برید شوی دی. د یاد برید له امله په سیمه کې اندېښنه خپره شوې او د امنیتي وضعيت په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

د سیمې ځايي اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې د برید ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي او دغه برید یې خطرناک بللی دی. د خلکو په وینا، د ډرون برید غږونه تر لرې واټن پورې اورېدل کېدل او د وېرې فضا یې رامنځته کړې ده.

تر اوسه د برید د دقیقې مرګ‌ژوبلې او مالي زیان په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو امنیتي سرچینې وایي چې پېښه جدي ده او پلټنې یې پیل شوې دي. پاکستاني چارواکو هم د پېښې پخلی کړی، خو نور جزئیات یې نه دي شریک کړي.

د امنیتي چارو ماهرین وایي چې په پاکستان کې عمومي امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، او دا ډول بریدونه د دې وضعیت ښکاره بېلګه ده. د دوی په باور، یوازې پوځي لارې د امنیت د ټینګښت لپاره بسنه نه کوي.

ماهرین زیاتوي چې د پاکستان له لوري پر افغانستان بمبارۍ د دې هېواد په امنیت کې هېڅ مرسته نه کوي، بلکې په سیمه کې شخړې لا پسې ژوروي. د دوی په اند، دغه تګلاره پخپله د پاکستان جګړه یو نوي او خطرناک پړاو ته داخلوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top