بایسکل چلول د نارينه‌وو د جنسي قوت د کمېدو مخه نيسي

د لندن د کېنګ کالج ساینس پوهانو یوه نوې څېړنه خپره کړې ده په کومه کې چې دا ثبوت شوې ده چې بایسکل چلول د نارينه و د جنسي قوت د کمېدو مخه نيسي.

خو دا چې بایسکل باید د ورځې څومره څه ډول وچلول شي او دقیق دا څه ډول د جنسي قوت د کمېدو مخه نيسي او ورسره نورې ګڼ شمېر ګټې لري دا ټول دلته لوستلای شئ.

څېړنه وايي چې په اونۍ کې ۱۵۰ دقيقې په برابر سرعت سره بايسکل چلول او يا هم 75 دقیقې په لوړ سرعت بایسکل چلول د نارينه د جنسي هورمون ټېسټېرون د کمېدو مخه نيسي.

په ورځني ډول لس دقیقې بایسکل چلول په داسې يو طرف چې هغه مخ پورته ځای وي او بایسکل چلول او څه زياته انرژي وغواړي ددې لپاره بسنه کوي چې بيان شوې ګټه په بدن کې محسوس شي.

د بایسکل چلولو ګټه يوازې جنسي قوت پورې نده بلکې دا دفاعي سيستم ترټولو بنسټیزې حجرې چې T cells ورته ویل کېږي هم زیاتوي کومې کې چې د سرطان غوندې خطرناکو ناروغيو ته ماتې ورکونکې حجرې دي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top