هره شپه په خوب کې کوروالی کوم

يوه ايرانۍ ټيک ټاکره په خپلو وروستيو ويډيوګانو کې ادعا کړې چې د خپل ژوند له سختې مرحلې تېرېږي او وايي چې له يو کال راهيسې د خپل مېړه د ناروغۍ له امله عادي کورنی ژوند بدل شوی دی. د هغې په وينا، مېړه يې سخت ناروغ شوی او له همدې کبله نور د عادي مېړه او مېرمن ترمنځ اړيکې نه شي ساتلای.

هغې زياته کړې چې د اوږدې مودې رواني فشار او عاطفي تشې له امله اوس د خوب پر مهال عجيبې تجربې لري. د هغې په وينا، هره شپه په خوب کې داسې حالت ورسره پېښېږي چې له امله يې له شرم او حيرانتيا سره مخ کېږي او دا موضوع يې پر رواني حالت هم اغېز کړی دی.

ټيک ټاکرې وويل چې دا موضوع يوازې جسمي نه بلکې عاطفي ده، ځکه د مېړه ناروغي د کورني ژوند توازن ګډوډ کړی دی. هغې څرګنده کړه چې د يو کال لپاره د مېړه پالنه، روغتونونو ته تګ راتګ او دوامداره اندېښنې د هغې پر ذهن او احساساتو دروند بار اچولی دی.

د ټولنيزو شبکو کاروونکو پر دې کيسه بېلابېل غبرګونونه ښودلي، ځينو د هغې سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دا ډول حالتونه کله ناکله د فشار، يوازيتوب او ذهني ستړيا له امله رامنځته کېږي. ځينو نورو بيا سپارښتنه کړې چې دې ته بايد طبي او رواني مشوره ورکړل شي.

په پای کې هغې وويل چې تر ټولو ستره هيله يې د مېړه روغتيا ده او هڅه کوي له دې ستونزمن حالت سره په صبر او حوصله مقابله وکړي. نوموړې ټينګار وکړ چې د ژوند دا پړاو موقتي دی او هيله لري چې يو وخت به بېرته عادي او ارام کورنی ژوند ته ستنه شي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top