يوې نوې علمي څېړنې موندلې چې منظمې او متوازنې جنسي اړيکې د ښځو د اوږد عمر سبب ګرځېدلی شي، خو په ځينو حالاتو کې ښايي د نارينه وو پر عمر منفي اغېز ولري. څېړونکي وايي چې دا پايلې د فزيکي، هورموني او رواني بدلونونو له امله رامنځته کېږي چې د ښځو او نارينه وو په بدن کې توپير لري.
د څېړنې له مخې، په ښځو کې جنسي اړيکې د استرس کچه راټيټوي، د زړه روغتيا ښه کوي او د خوښۍ هورمونونه لکه اندورفين او اکسيټوکسين زياتوي. دا بدلونونه د وجود دفاعي سيستم پياوړی کوي او د اوږدمهاله ناروغيو خطر کموي، چې پايله کې د عمر د اوږدېدو لامل کېدای شي.
خو په نارينه وو کې څېړنه ښيي چې که جنسي فعاليت له حده زيات، له ذهني فشار، ناسالم ژوند طرز يا جسمي ستړيا سره مل وي، نو ښايي د زړه پر روغتيا او عمومي انرژۍ منفي اغېز وکړي. څېړونکي ټينګار کوي چې دا پايله په ټولو نارينه وو نه تطبيقيږي، بلکې د ژوند طرز، عمر او روغتيايي حالت پورې تړاو لري.
کارپوهان زياتوي چې متوازن ژوند، سالمه تغذيه، مناسب ورزش او روحي ارامتيا د دواړو جنسونو لپاره د اوږد او سالم عمر بنسټ جوړوي. جنسي اړيکې که د احترام، تفاهم او عاطفي ثبات پر بنسټ وي، نو مثبتې پايلې لرلی شي.
په پای کې څېړونکي سپارښتنه کوي چې خلک بايد د افراطي چلند پر ځای اعتدال غوره کړي او د خپل روغتيايي حالت په اړه د متخصص ډاکټر مشوره واخلي، ځکه چې هر انسان ځانګړی بدني جوړښت او شرايط لري.