ټايلنډۍ ښځې د مساج لپاره ورغلي جرمني سړي جنسي غړی لومړی بوی کړ او بيا يې حيرانوونکی کار وکړ

په جرمني کې يوه ټايلنډۍ مېرمن وروسته له هغه له قانوني ستونزو سره مخ شوه چې يو نارينه مراجع پر هغې شکايت ثبت کړ. د راپورونو له مخې، دغه پېښه په هغه مساج سنټر کې رامنځته شوې چې رسمي جواز يې يوازې د مساج خدمتونو لپاره ورکړل شوی و. د همدې شکايت پر بنسټ، چارواکو موضوع وڅېړله او پرېکړه يې اعلان کړه.

شکايت کوونکي نارينه ادعا کړې چې کله دی د مساج لپاره د يادې ښځې د کار ځای ته ورغی، نو هغې له مساج مخکې نامناسب چلند وکړ. د هغه په وينا، دې ښځې د ده شخصي حريم تر پښو لاندې کړ او داسې کړنې يې ترسره کړې چې د مساج له چوکاټه بهر وې.

نارينه زياته کړې چې وروسته له دې، ښځې ورته د خولې له لارې د جنسي اړيکې وړاندیز هم وکړ، حال دا چې دغه مساج سنټر يوازې د عادي مساج لپاره فعاليت درلود او جنسي خدمتونه پکې قانوناً منع وو. نوموړي وويل چې دی د همدې نامناسب وړاندیز له امله اندېښمن شو او پرېکړه يې وکړه چې موضوع له چارواکو سره شريکه کړي.

د جرمني اړوندو ادارو د شکايت تر ترلاسه کولو وروسته پلټنې پيل کړې. د څېړنو له بشپړېدو وروسته، حکومت ياد مساج سنټر ته ۸۰۰ يورو نغدي جريمه واوروله، ځکه چې د جواز له شرطونو څخه سرغړونه شوې وه.

چارواکو ټينګار کړی چې په جرمني کې د خدمتونو هر مرکز بايد د خپل قانوني جواز له حدودو څخه بهر فعاليت ونه کړي. دوی زياته کړې چې د مشتريانو خوندیتوب او د قانون مراعات د ټولو سوداګريزو مرکزونو لپاره لومړيتوب دی، او هر ډول سرغړونه به له قانوني چلند سره مخ شي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top