په چين کې د يوې جوړې له خوا يوې عادي سفر ته تلل په داسې پېښه بدل شول چې وروسته يې پراخ بحثونه راوپارول. دا جوړه چې له بهر څخه چين ته د طبي چکلپاره تللې وه، د استوګنې لپاره يې يو هوټل انتخاب کړی و، خو نه پوهېدل چې د دوی شخصي شېبې به د هغوی له اجازې پرته د انټرنټ له لارې خپرېږي.
د راپورونو له مخې، د هوټل په کوټه کې د پټ امنيتي سيستم يا ناقانونه کمرې له لارې د يادې جوړې شخصي ويډيو ثبت شوې وه. دا ويډيو وروسته په ژوندۍ بڼه په ځينو انټرنټي پاڼو کې خپره شوه، چې دا کار د شخصي حريم ښکاره نقض بلل کېږي او د خلکو ترمنځ يې جدي اندېښنې پيدا کړې.
د يادې جوړې هلک وايي، تر ټولو دردناکه شېبه هغه وخت وه چې دی پخپله د انټرنټ له لارې په هوټلونو کې د نورو خلکو د ورته ويډيوګانو په کتو بوخت و، خو ناڅاپه پوه شو چې د ده خپله ويډيو هم په هماغه ډول خپره شوې ده. د ده په وينا، دا احساس ورته ډېر دروند تمام شو او سخت ذهني فشار يې پرې راوست.
دا پېښه يو ځل بيا دا پوښتنه راپورته کوي چې په ځينو هېوادونو کې د هوټلونو د مېلمنو محرمیت تر کومه حده خوندي دی. د بشري حقونو فعالان ټينګار کوي چې د خلکو شخصي ژوند بايد خوندي وي او د داسې کړنو پر وړاندې بايد جدي قانوني ګامونه واخيستل شي.
په پای کې، کارپوهان مسافرو ته سپارښتنه کوي چې د استوګنې پر مهال د شخصي حريم په اړه زيات احتياط وکړي او حکومتونو ته هم دا پيغام ورکوي چې د ټکنالوژۍ ناوړه کارونې مخه ونيسي، څو د خلکو عزت، محرمیت او ذهني سلامتيا خوندي پاتې شي.