د حکومت څخه د کرزي عاجزانه غوښتنه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اوسني افغان حکومت څخه په عاجزانه ډول غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانيزي.

کرزي ويلي، د نجونو د زده کړو بندېدل نه يوازې د هېواد راتلونکی زيانمنوي، بلکې په زرګونو کورنيو ته روحي او ټولنيز تاوان رسوي.

هغه زياته کړې چې حتی د ده په کور کې هم نجونې د زده کړو له حقه بې‌برخې پاتې شوې دي، چې دا حالت د منلو نه دی.

نوموړي ټينګار کړی چې تعليم د اسلام، کلتور او انساني حقونو له بنسټيزو ارزښتونو څخه دی او بايد هيڅ ډول محدوديت پرې ونه لګېږي.

کرزي له حکومته غوښتي چې د ملت غږ واوري او د نجونو د تعليم لپاره ژر تر ژره عملي او مثبت ګامونه پورته کړي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top